slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې وياند وايي، د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په سلواغه میاشت کې ۳ زره او ۷۴۷ بهرمېشتو هېوادوالو ته د کاغذي تذکرې غیرې حضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.


وياند وايي ددې ترڅنګ بيا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت ۹ زره او ۱۸۵ هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو راوستو، ۱۰ زره او ۶۳۴ کسانو ته د کاغذي تذکرې د تایید او ۷ زره او ۱۷۲ کسانو ته د نوې او مثنی تذکرې د وېش اوکاغذي تذکرو دلغوه کولو خدمتونه وړاندې کړي دي.