ارزګان او فراه کې ۱۸۰۰ کیلوګرامه اومان له منځه یووړل شول
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکوي چې د ځانګړو عملیاتو پر مهال په ارزګان او فراه ولایتونو کې ټولټال ۱۸۰۰ کیلوګرامه اومان کشف او سوځول شوي دي.
د وزارت په وینا، له دې درملو څخه ۱۰۵۰ کیلوګرامه په ارزګان او ۷۵۰ کیلوګرامه په فراه ولایت کې موندل شوي او بشپړ سوځول شوي دي.
ورته مهال کې د زابل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت هم خبر ورکړی چې ۱۷۰ کیلوګرامه اومان، چې په یوه موټر کې بار شوي وو، د انتقال پر مهال ضبط شوي دي. چارواکي وایي، په تړاو یې دوه کسان نیول شوي او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.