خبرونه اقتصاد
-
د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ د راتلونکې ناستې لپاره د چمتووالي ناسته ترسره شوه.
-
- 1404/08/04
تېره ورځ د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د ۴ اعشاریه ۸ ميګاواټه برېښنا توليدي فابريکې او له سنګين ولسوالۍ د قندهار تر میوند ولسوالۍ د ۸۰ کیلومتره برېښنايي مزو غځولو پروژو مراسم ترسره شول.
-
د رسنیو د تازه راپورونو له مخې د تېرو ورځو په پرتله په کابل ښار کې د تېلو بیه کنټرول شوې خو په سرو زرو بیه کې لوړوالی راغلی.
-
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په ټول هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د اینځرو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه ډېروالی راغلی.
-
مالیې وزارت وايي چې دتقاعدونو د ورکړې څلورم پړاو به په د روان کال د لړم میاشتې پر پینځمه پیل شي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې به په دې پړاو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت، حج او اوقافو وزارت او ملي دفاع وزارت متقاعدو جنرالانو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.
-
د نورستان برګمټال ولسوالۍ د پڅیګرام په سیمه کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ شفافې پروسې له لارې ترسره شوه، چې له هغې څخه شاوخوا ۲۲۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شو.
-
په مالیې وزارت کې د ګمرکونو لوی ریاست وايي چې د دې ریاست اړونده د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند په بېلابېلو سیمو کې د قاچاقي توکو لویې محمولې نیولې دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکو هڅه کوله چې دا توکي له ګمرکي محصول پرته په ناقانونه ډول افغانستان ته وارد کړي.
-
د مالیې وزارت د نفتي موادو د کیفیت څارنې ریاست وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو ۳۲۴ ټانکره بېکیفیته نفتی مواد مسترد شوي دي.
-
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، سږکال تمه ده چې له دغه ولایت څخه شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه د انارو حاصلات تر لاسه شي.
-
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې په کاپیسا ولایت کې د مستوفیت د عوایدو برخې کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو او سیسټمونو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام پیل شو.


