خبرونه اقتصاد
-
د روزګان ولایت ولايت وياند حافظ سمیع الله "عکرمه"وايي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په ځانګړې لارښوونه او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا د روزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند چې ياده ولسوالۍ د دايکندي ولايت سره نښلوي،د یوه پله د جوړولو پاتې چارې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. بايد وويل شي چې ياد پل ۱۱۰ متره اوږدوالی او ۹.۵ متره سور لري، چې دوه ولایتونه سره نښلوي.
-
- 1403/10/27
د هلمند ولايت وياند مولوي محمد قاسم رياض وايي؛د ولایت مقام، د اقتصاد ریاست او پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په ګډو هڅو او د ډي آر سي موسسې"د کډوالو سره د مرستې ډنمارک کمېټې" په مالي همکارۍ د نوزاد ولسوالۍ خواجه جمال،بادخانې او تورخان په سیمو کې د "۲۱۷۰۰۰" امریکایي ډالرو په لګښت،"۳" چیکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. ښاغلی رياض وايي چې د یادو پروژو کارونه د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ شول، چې پکې سلګونو اړمنو کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شوې وه.
-
د نورستان ولایت وياند فريدون صمیم پوليس راډیو ته وویل؛ چې واما ولسوالۍ کې د خوړو نړيوال پروګرام WFP له لورې د شپول مؤسسې په مرسته او د کليو بيارغونې او پراختيا رياست تر څارنې لاندې ۱۶۰۸ اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته ترسره شوه. صميم زياتوي چې په ترسره شويو مرستو کې هرې کورنۍ ته، ۵۰ کيلو اوړه ۶.۲۵ کيلو دال ۴.۵۵ کيلو غوړي ۴،۵ کيلو سوپر سريال ۱.۵ کيلو ګرامه د ماشومانو دخوار ځواکئ ځانګړي مواد او يو پاکټ مالګه شامله وه.
-
د بادغیس ولايت د پوليسو وياند صديق اللّٰه صدیقي وايي چې ددې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري؛ ۷۴ تنو مستحقو او پېژندل شوو سوالګرو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. د صديقي په وينا چې هر سوالګر سره؛يوه بوجۍ اوړه،يوه بوجۍ وریژې،غوړي،چای او د بورې مرسته ترسره شوه.
-
- 1403/10/18
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازي د ياد ولايت د کرنې ریاست د مسؤلانو له قوله ويلي؛ چې ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کرنیز پراختیایي پروګرام په لګښت، د UNDP موسسې لخوا د کرنې ریاست په هڅو د ۹۵ میلیونه ۲ لکه ۸۰ زره افغانیو په ارزښت په ۳۰ هکتاره ځمکه کې د بیرې او عنابو ځنګل کرل کیږي، چې د سیمې د ښکلا ترڅنګ به د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید ته ښه زمینه برابره کړي. ښاغلی نيازی وايي یاد ځنګه کې به ۵۰ زره ونې کینول شي چې هم مهاله ورسره سلګونو ځوانانو ته د کار زمينې برابرول ترڅنګ به ځمکې د سیلابونو له خطر څخه وژغورل شي او په راتلوونکي کې به په دې ولايت کې د بیرو تولید هم زیات شې.
-
د بغلان ولايت د برښنا ریاست مسؤلان وايي، چې په تیرو نهو میاشتو کې مو څه باندې ۶۷۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د بغلان ولايت د برښنا ریاست د نشراتو مسؤل رامین خرم رسنيو ته وویل: د روان ۱۴۰۳ کال په نهو میاشتو کې مو د برښنا د لګښتونو له درکه، ۶۷۱ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۱ افغانۍ راټولې او د دولت خزانې ته سپارلې دي.
-
د کونړ ولایت وياند عبدالغني مصمم د ياد ولايت د والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه له قوله ويلي، چې د ولسونو او ولایتي ادارې غوښتنو په اساس ټولګټو چارو وزارت له خوا نورګل او سرکاڼو ولسوالیو کې د کونړ پر سیند پراته د زیړي بابا او پشد زیانمن شوي پلونه بیارغول کېږي. سرچينې ويلي چې دغه پلونه د خراب کېفیت له امله کلونه وړاندې تخریب شوي و،چې د ولسونو ستونزو هوارۍ په موخه د اسلامي امارت له خوا بیا رغول کېږي.
-
د ابو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي؛ په روان ۱۴۰۳ کال کې د پکتیا په مرکز ګردیز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د ۳۸ میلیونه، ۹۳۵زره او ۹۳۲ افغانیو په لګښت ۲۱ بېلابېلې پروژې؛ د اف.اي. او، یونیسکو او یو.این. ډي. پي موسسو له لوري پلي شوي دي. سرچينې ويلي چې په يادو پروژو کې د سربندونو، کانالونو، حوضونو، کاریزونو، د څښاک اوبو د څاګانو جوړونه، بیارغونه او پاکارۍ شاملې دي.
-
د هلمند ولايت وياند مولوي محمد قاسم رياض وايي چې په دغه ولايت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د ځانګړي فرمان پر اساس د راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی جوړېږي چې د ځمکې د برسۍ کارونه يې هم ترسره شوي دي. ښاغلی رياض وايي چې په هلمند کې ټاکل شوې کمېټې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۲۱۵ عزم قول اردو او د مهاجرينو زاړه ښارګوټي تر څېرمه د دوه هغو سيمو څخه ليدنه او برسي ترسره کړې چې شايد په ياد ولايت کې به په دغو سيمو کې د کډوالو لپاره پرې ښارګوټی جوړ شي.
-
د کونړ ولایت وياند عبدالغني مصمم وایي، تیر ۲۰۲۴ م.کال کې د اسلامي امارت او مرستندویه موسیسو له خوا د کونړ ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د (۲۸۳۵۸۸۰۰۰) افغانیو په ارزښت ۲۳۹ پروژې پیل شوي، چې له ډلې څخه يې ۱۲۹ پروژې بشپړې او د ۱۱۰ نورو پروژو چارې لا دوام لري. ښاغلي مصمم وویل ددغو پروژو پر مټ زرګونو کسانو ته د لنډ مهاله کاري فرصتونو برابرېدو ترڅنګ روغتیا، کرنې، پوهنې اوبو رسولو او نورو بېلابېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي، چې په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې به مهم رول ادا کړي.