کېم جونګ اون: شمالي کوریا به د امریکا پر وړاندې جګړه کې بریالۍ شي
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وویل چې هېواد به یې د امریکا پر ضد روانه "امپریالستي جګړه" کې حتمي بریا خپله کړي.
دا څرګندونې هغه د کوریا د جګړې او د اوربند د ۷۱مې کلیزې د لمانځغونډې پر مهال وکړې. نوموړي د جګړې له موزیم څخه د لیدنې پر وخت ټینګار وکړ، چې شمالي کوریا د دې وړتیا لري چې یو پیاوړی هېواد شي او خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړي.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې اون ویلي، هېواد یې به د خپلو خلکو د ارادې پر بنسټ د ستر قدرت پر لور روان وي.