په کابل کې د روسیې سفیر د هېواد د ورزش( بدني روزنېې) له ریس سره کتلي دي.
په کابل کې د روسيې سفير دميتري ژيرنوف د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له رئيس مولوي احمدالله وثيق سره د نوموړي په کاري دفتر کې ليدلي.
یاده ليدنه کې ښاغلي وثيق، کابل کې د روسيې سفير او ملپلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د ورزش ودې او وروستيو لاستهراوړنو په هکله هر اړخيز معلومات وړاندې کړي او د ورزش په برخه کې يې د دوهاړخيزو همکاريو غوښتنه کړې.
دغه راز نوموړي زياته کړه، چې افغانستان او روسيه ښې دوستانه اړيکې لري او هيله يې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ دغه دوستانه اړيکې لا پراخې شي.
په دې لیدنه کې د روسیې سفير ښاغلي دميتري ژیرنوف دا ډول ليدنې د دوهاړخيزو اړيکو په پراختيا کې اغيزمنې بللې دي او زیاته کړې یې ده، چې موږ يو له بل سره ښې اړیکې لرو او د نوموړي په وینا، چې دی د دې اړیکو د لاپرخولو غوښتونکی دی.
خبر پاڼه زیاتوي چې دواړو لوریو د دې لیدنې په پایله کې له ځینو شته ورزشي میدانونو هم لیدنه کړې ده.