ویټنام د سختو توپانونو له امله هوايي ډګرونه تړلي او خلکو ته د خوندي کېدو امر شوی.
د ویټنام چارواکو د پياوړي توپان د رارسېدو له امله هوايي ډګرونه تړلي، ښوونځي یې رخصت کړي او د زرګونو کسانو د خوندي ځایونو ته د لېږدولو چارې یې پیل کړي دي.
دغه توپاني باد چې د ساعت په اوږدو کې تر ۱۶۶ کیلومتره چټکوالی لري، تمه ده نن سهار د تان هووا او نګه ان ولایتونو ترمنځ ساحلي سیمو ته ورسېږي.
د ویټنام هوا پېژندنې ادارې په وینا، له توپان سره به سخت بارانونه، سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې هم وي. چارواکو ویلي، تر نیم میلیون زیات کسان به د خطر له سیمو ایستل کېږي.
همداراز د سمندري تګ راتګ بهیر هم د توپان د شدت له امله ځنډول شوی دی.