slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څلورو مهمو ګمرکونو (هرات، نیمروز، خوست او ننګرهار) د سړخونو د بیارغونې پروژه پیل کړه. د دې پروژې مالي لګښت ۴.۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی چې له پراختیایي بودیجې ورکول کېږي.

یاده پروژه به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړه شي، او د هغې په پایله کې به سوداګرو ته د خوراکي موادو، تازه مېوو، سبزیجاتو او درملو د خوندي ساتنې لپاره غوره شرایط برابر شي.

د مالیې وزارت ویلي چې دا اقدام د ګمرکي اسانتیاوو د زیاتوالي او د ګمرکونو د عصري کولو لړۍ یوه برخه ده، چې له مخې یې لا زیاتې پراختیایي پروژې هم پیل شوې یا د پلي کېدو په حال کې دي.