د هرات ښاروالۍ تېر یوه کال کي ۱۵۰ لوی او کوچني پروژې بشپړي کړي دي.
د هرات ښاروالۍ مسؤلینو په خبره چي تېر ۱۴۰۳ هـ ل کال کي یې ۱۵۰ لوی او کوچني پروژې د شا اوخوا( ۹۰۰) نهه سوه میلونه افغانیو په لګښت د ښار په بېلابېلو برخو کي بشپړي کړي دي.
په دې اړه د هرات ښاروالۍ ویاند ښاغلي ارمل ناصر د پولیس راډیو سره په یو ږغیږ کلیپ وویل چي تېرکال مو ۱۵۰ بېلابېلي پروژې په ښار کي بشپړي کړی دي چي ولسونو ته پکښي اسانتیا او ښار ته پکښي بیله ښکلا رامنځ ته شوې ده.
د ښار دوه تنه اوسېدونکو د ښاروالۍ له فعالیتونو او پروژو خوښي څرګنده کړه دوی وویل چي ښاروالۍ د ښاري ښکلا په برخه کي زیات کار کړی دی او لا یې هم د ښاروالۍ د مسؤلینو د دې ته ورته پروژو غوښتنه وکړه.
د یادونې ده چي هرات ښاروالۍ د روان کال لپاره هم زیاتي پروژې په پلان کي لري چي یوشمېر اوس جریان لري او پاتي به یې ژر تر ژره پیل شي.