د هېواد په شمال کې د زلزلې له امله لسګونه شهیدان او سلګونه ټپیان؛ چاپان او ایران له زیانمنو سره د مرستې ټټر ډبولی.
د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د تېرې شپې زلزلې له امله په بلخ او سمنګان ولایتونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او له ۵۳۰ زیات نور ټپیان دي. د یاد وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وايي، دا شمېرې لومړنۍ دي او کېدای شي د ژغورنې د روانو هڅو په ترڅ کې بدلون ومومي.
هغه زیاته کړې، چې ژغورنیز او روغتیايي ټیمونه سیمو ته رسېدلي او ټولو نږدې روغتونو ته د چمتووالي امر شوی دی. د ده په وینا، یو شمېر سپکو ټپیانو ته په سیمه کې لومړنۍ درملنه شوې او نور د درملنې لپاره نږدې روغتونو ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سمنګان ځینې سیمې له سخت مالي او فزیکي زیان سره مخ دي، او د مرستو رسونې هڅې روانې دي. چارواکي وايي، د اړتیا په صورت کې به له ګاونډیو ولایتونو هم مرسته ورسېږي.
له بلې خوا، په کابل کې د جاپان او ایران سفارتونو د زلزلې له امله افغانانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده. د جاپان سفیر کنییچي ماساموتو د ټولنیزې شبکې "ایکس" له لارې ویلي، چې د زلزلهیزې پېښې قربانیانو روح ته دعا کوي او له اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي ښيي. نوموړي همداراز د مرستې لپاره د جاپان د چمتووالي اعلان هم کړی دی.
د ایران سفارت هم د افغانانو له درد سره د شریکوالي په څرګندولو سره ویلي، چې دوی د هر ډول مرستې لپاره چمتو دي او د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي.
یاده دې وي، چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ګڼې خونړۍ زلزلې شوې چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. څو میاشتې وړاندې د ختیځو ولایتونو خونړۍ زلزلې هم شاوخوا دوه نیم زره کسان مړه او درې نیم زره نور ټپیان کړي وو.


