په ننګرهار کې ګڼ اړمن او بېوزله هېوادوال د مرستې په پار اړوندو ادارو ته ورپېژندل شوي.
دنشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۴۹ تنه اړمن راټول او بایومتریک کړي.
همدارنګه یاد کسان د سرې میاشتې، کاراو ټولنیزو چارو او د شهدا او معلولینو ریاستونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور وپیژندلي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ وايي چې له بېوزلو سره د مرستو او لاسنیوي دا پروسه لنډ مهاله نهده او دوی هڅه کوي، چې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.