پنجشېر کې د اداري ودانیو او مساجدو نهه پروژې پيل شوې دي.
پنجشېر کې د اداري ودانیو او مساجدو د پروژو د پیل په موخه د دې ولایت د ابشار ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ او د رخې په ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد د بنسټ ډبره د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي معین ښاغلي عبدالله مختار او د دې ولایت د والي ښاغلي الحاج حافظ محمد اغا حکیم او امنیه قوماندان قاري احمد الله بدر په لاسونو د اولسي خلکو په حضور کې کېښودل شوه .
پنجشېر کې د ولایتي ادارې په هڅو د روانو پراخه پروژو پر دوام د نورو بېلابېلو رغنیزو او اقتصاي پروژو ترڅنګ د ولایت مقام د مسجد، د ابشارو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ ، د مرکزي امنیه قوماندانۍ لپاره د ۵ پوړیزې اداري ودانۍ، د لومړۍ حصې او رخې ولسواليو همداراز د درې ولسوالۍ د کرامان، د پنجشېر د مستوفیت او د پنجشېر د لوړو زده کړو په موسسې کې د مسجدونو او د دغه پوهنتون د لیليې د ودانیو پروژې چې پر ځينو يې لا له وړاندې کار پیل شوی؛ یو شمېر د پیل کېدو په درشل کې دي او پر یو شمېر نورو يې د دغې پرانستې سره کار پيل شو.
د ولایت مقام، لومړۍ حصې، پوهنتون، د درې ولسوالۍ د کرامان او مستوفیت په انګړ کې د مساجدو او د پوهنتون لپاره د لیلیې د ودانیو پروژې د پنجشېر ولایت د رهبرۍ په غوښتنه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه په ځانګړې پیرزوینه د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت منظور شوي، چې یو شمېر پیل شوي او پاتې د پیل کېدو په حال کې دي.
د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت د ابشارو ولسوالي د امنیه قوماندانۍ، او رخې ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد دبنسټ ډبره تازه کېښودل شوه، چې ورسره سم به د مرکزي امنیې د قوماندانۍ د اداري چارو لپاره د ۵ پوړیزې ودانۍ لومړنۍ چارې هم پیل شي چې ۷۵ کاري خونې به ولري ، د دې سربېره د ولایت مقام کې د یو محراب مسجد چې د ۲۵۰تنو لمونځ کوونکو د ځايېدو وړتیا لري د جوړېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړي شوي، د لومړحصې لپاره د جوړېدونکي مسجد چارې به هم ډېر ژر پیل شي، د مستوفیت په انګړ کې د دې ریاست د کارکوونکو لپاره د مسجد د جوړولو لومړۍ چارې پیل شوي دي، د پوهنتون ریاست کې د زده کړیالانو لپاره د یو محراب مسجد چې د ۱۵۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا به ولري او ورسره څنګ کې د لیليې ودانې د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، چې لومړني کارونه يې بشپړې شوي دي، د درې ولسوالۍ د کرامان مسجد د ترمیم چارې روانې دي.
د پروژو د کار د پيل په موخه د ابشارو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د پنجشېر والي ښاغلي الحاج حافظ محمد اغا حکیم د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي مرستیال له راتګ او پیرزوینې د مننې ترڅنګ وویل: د پنجشېر ادارو د اصلاح لپاره يې بېلابېلې برنامې پلي کړي، او د وسایلو له پلوه يې د ادارو ډیري اړتیاوې ورپوره کړي، چې ادارې اوس د پخوا په پرتله د خلکو غوښتنو ته پر خپل وخت ځواب وايې.
هغه زیاته کړه ټولو ولسوالیو ته يې لمریزه برېښنا ورجوړه کړې او په اول ځل يې ولسوالیو ادارې په ټکنالوژیکي او نورو وسایلو سمبالې کړي دي، چې د ودانیو په برخه کې به د نوو پروژو په پلې کېدو سره ډیري ستونزې حل شي.
پنجشېر کې د يادو پروژو د پرانستې پر مهال د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال ښاغلي عبدالله مختار په ټینګار سره وویل: پنجشېر ولایت ته ځانګړې پاملرنه کوي او په ودانیزو چارو کې د دغه ولایت د رهبرۍ غوښتنو ته حل لارې لټوي او رسېدنه ورته کوي.
د دې ولایت امنیه قوماندان ښاغلي قاري احمد الله بدر بيا پنجشېر رغنیزو پروژو د پلي کولو لپاره له هره پلوه مناسب وګڼه او د یاده وزارت او ولایت رهبرۍ ته يې د ډاډ سربېره د ولایت د رهبرۍ په پنځونه د پراخه پروژو پیل ته خوښي وښوده.
ورته مهال قومي مشرانو د اسلامي امارت پاملرنه او رغنيزې چارې وستايلې او د په يو شمېر برخو کې يې خپلې غوښتنې د پلاوي سره شريکې کړې. د یادونې وړ ده، چې پنجشېر کې سږ کال د دې ولایت د رهبرۍ په هڅو او ښه مدیریت په برکت په بېلابېلو برخو کې په سلونو رغنیزې پروژې پیل شوي او پیلېږي چې د دې ولایت خلکو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.