slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په خوست کې د قومونو ، سرحدونو او  قبایلو چارو ریاست اړوند د قبایلو لیسه چې دا مهال پکې د سرحدي او لرو پراتو سيمو  ۲۵۵ زده کوونکي د اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې پر زده کړو بوخت دي.

زده کونکي وایې د ساینسي مضامینو د ښوونکو له کمبود سره مخ دي .مسؤلين ياده ستونزه مني او د حل ډاډ يې څرګند کړ.

د همدې لېسې زده کونکي وایي د زده کړو روان بهیر یي پر ټولو معیارونو برابر وو خو تاز د ساینسي مضامینو د اسنادانو له کمبود سره مخ شوي دي.
دوی له اړندو مسؤلینو څخه غواړي چې ستونزو ته یې پرو خت رسېدنه وکړي.

د همدې لېسې ځینې استادان بیا ډاډ څرګندوي چې پوره هڅه کوي تر څو شاګردان په ښه روحیه وروزي ځکه خو د درسونو تر څنګ د ټولنیز ژوند اړيني سپارښتنې تر دوی رسوي. د قبایلو لېسې مسؤلین بیا وایې ، چې د ښوونکو د کمبود ستونزې يې پام دی او ژر به د ياده نيمګړتیا پوره کړي.

دیادونې وړ ده چې په دغه لېسه کې د زده کوونکو لپاره مجهز کتابتون، ځانګړی کمپیوټ لب او ورسره پر وسایلو سمبال لابراتوار جوړ شوی، چې زده کونکي ترې ګټه واخلي