په تېرو ۲۵ ورځو کې د هندوستان په هېماچل پردېش ایالت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.
د دغه ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مدیریت ادارې ویلي، چې یاد کسان د سختو بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او توندو بادونو له کبله په رامنځته شویو ټرافیکي پېښو کې مړي شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې ورښتونو دارنګه تر ۲۹۰ ډېر کورونه هم ویجاړ کړي دي.
له بل پلوه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ځايي چارواکو په راتلونکو ورځو کې هم د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی او د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه یې کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستاني صادرونکو، صنعتکارانو او سوداګرو له قوله ویلي، چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو له کبله ورته هره ورځ له څلور میلیونه ډالرو زیات زیان رسېږي.
د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې سوریې هېواد نوم یې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو، او همداراز د تحریرالشام نوم یې هم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دا یو حقیقت دی او باید ومنل شي، چې اسلامي امارت په بشپړه توګه د افغانستان پر وضعیت کنټرول لري.