د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ؛ بدخشان کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونيول شول.
د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند ځواکونو دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت منسوبینو د عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه شاوخوا ۲.۵ کیلوګرامه تریاک، یو لک او اتیا زره افغانۍ نغدې پیسې، او یو میل د M4 ډوله وسله ترلاسه شوې ده.
سرچینې زیاتوي، نیول شوي کسان غوښتل چې یاد توکي د قاچاق په موخه ولېږدوي، خو د امنیتي ځواکونو د هوښیارۍ له امله ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته د قانوني تعقیب لپاره سپارل کېږي.