په تل ابیب کې زرګونه اسراییلیانو د غزې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې
د شنبې په ماښام (د زمري ۱۸مه) په تل ابیب کې زرګونو اسراییلیانو د لومړي وزیر بین یامین نتنیاهو د هغه پلان پر ضد پراخ لاریون وکړ، چې نوموړي د غزې د روانې جګړې په اړه وړاندې کړی.
لاریونوالو د حماس له لوري برمته شویو اسراییلیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د لاریون تنظیموونکو په وینا، په دې لاریون کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی و.
د راپورونو له مخې، د برمته شویو کسانو د کورنیو غړو هڅه وکړه چې د تل ابیب اصلي لارې وتړي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.
د رویټرز د نظرپوښتنو له مخې، زیاتره اسراییلیان غواړي چې په غزه کې جګړه ژر پای ته ورسیږي څو پاتې برمته شوي کسان ازاد شي. اسراییلي چارواکي باور لري چې شاوخوا شل تنه لا هم ژوندۍ دي.
د اسراییلو امنیتي کابینې پرېکړه کړې چې په غزه کې به خپل نظامي عملیات پراخ کړي. دا پرېکړه په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه پارولي، او ځینو لویدیځو هېوادونو اسراییلو ته د وسلو لېږل هم محدود کړي دي.
تمه ده چې کابینه به د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) د غزې د پراخو عملیاتو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
دغه لاریون په داسې حال کې کېږي چې د اسراییلو یوې خبري شبکې «کان» راپور ورکړی چې واشنګټن او نور منځګړي هڅه کوي ترڅو حماس او اسراییل د جګړې د ختمولو لپاره خبرو مېز ته راولي.
خو د حماس یوه مشر ویلي، تر اوسه په قطر یا مصر کې د جګړې د ختمولو په اړه رسمي خبرې نه دي شوي، خو دوی لا هم د منځګړو سره اړیکه لري.
مصر، قطر او امریکا د جګړې د ختمولو هڅې کوي، خو د لنډمهاله اوربندونو سربېره، د جګړې بشپړ ختمېدو نښې نه ښکاري.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه، کله چې حماس پر اسراییل پراخ توغندیز برید وکړ، نږدې ۱۲۰۰ اسراییلي وژل شوي او ۲۵۱ تنه برمته شوي دي. تر اوسه د دواړو خواوو ترمنځ یو شمېر برمته شوي کسان د تبادلې له لارې ازاد شوي، خو ځینې لا هم په بند کې دي.
د اسراییلو په بمبارونو کې تر ۶۱ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.