slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

فراه د لوړو زده کړو مؤسسې د زده کړيالانو او استادانو د عملي کار او څېړنیزو پروژو لپاره ځانگړي ځای شتون نه درلود، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې مهربانې او حکم د دغې مؤسسې د څېړنیز فارم لپاره ۳۰۰ جریبه ځمکه منظوره شوه.

فراه د لوړو زده کړو مؤسسې د مسؤولینو په وینا: د دغه څېړنيز فارم د ځمکې د تثبيت او فارم له جوړیدو سره به د زده کړيالانو او استادانو د کرنیزو پروژو د تطبيق او څېړنو د ترسره کولو ستونزې هوارې شي او په يوه مجهزه سيمه کې به د کرنې سکتور مسلكي وده پیدا کړي.

بايد وويل شي، فراه یو کرنیز ولایت دی، پراخې کرنیزې ځمکې لري او اوسمهال پکې د بخش آباد بند د جوړېدو چارې هم روانې دي، چې د دې بند په جوړېدو سره به د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي او په یاده موسسه کې څېړنیز فارم ته سخته اړتیا لیدله کېږي.