په لیندۍ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې 1٫3 سلنه زیاتوالی راغلی
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وياند محمد حلیم رافع پوليس راډیو ته وویل چې دې ادارې په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټو او تحلیلوي، چې لهمخې یې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱٫۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی . دا زیاتوالی ۲۶٫۰ سلنه د سبزۍ او ۲٫۷سلنه د بورې او شیرینۍ په بیو کې دی.