واشنګټن کې د امریکايي پوځ «بلکهاک» چورلکې سقوط ۴ پوځیان وژلي.
د امریکا د پوځ یوې «بلکهاک» چورلکې د واشنګټن ایالت د لوییس – مک کورد ګډ پوځي مرکز ته نږدې د تعلیمي ماموریت پر مهال نسکوره شوې چې له امله یې څلور پوځیان وژل شوي دي.
د امریکايي پوځ په وینا، پېښه د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې او اوس مهال د دې د لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.
په وروستیو کلونو کې د امریکا په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د نظامي او ملکي الوتکو د نسکورېدو پېښې زیاتې شوې دي چې د چارواکو په وینا ډېری وخت د خرابې هوا او تخنیکي ستونزو له امله رامنځته کېږي.
یاده دې وي چې په وروستیو کې د الوتکو د سقوط له امله د ځینو هېوادونو لوړپوړي چارواکي هم ژوند بایللی، لکه د تېر کال هغه پېښه چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو لوړپوړو چارواکو د مرګ لامل شوه.