اسلامي امارت د حماس د ویاند پر شهادت خواشیني ښودلې.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې د فلسطین د جهادي حرکت حماس د کتائب القسام پوځي څانګې ویاند حذیفه الکحلوت (ابوعبیده) او یو شمیر نور قومندانانو د شهادت له امله دغه غورځنګ سره خواخوږي ښودلې ده.
په اعلامیه کې راغلي: « موږ یاد شهیدان لکه د اسلام د لارې د نورو شهیدانو غوندې بریالي او خپل ستر هدف ته رسیدلي بولو او د شهادت له امله یې د حماس اسلامي غورځنګ، کورنیو او ټولو متعلقینو ته تسلیت وایو.»
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ حماس اسلامي غورځنګ د ابوعبیده او د یحیی سنوار د ورور او د حماس غورځنګ د پخواني رییس محمد سنوار شهادت تایید کړ.


