slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت اړوند د الکترونیکي جرمونو د مبارزې آمریت د هڅو په پایله کې شپږ عدده ځیرک موبایلونه کشف او بېرته ترلاسه شوي دي، چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه غلا شوي یا ورک شوي وو.

د پروان پولیسو د معلوماتو له مخې، د دغو موبایلونو د غلا او قاچاق په تور شپږ تنه مشکوک کسان هم نیول شوي، او دا مهال یې دوسیې د لا زیاتو تحقیقاتو په موخه د جنایي مدیریت تر څارنې لاندې دي.

امنیتي چارواکي وايي، دا ډول عملیات به دوام ومومي ترڅو د الکترونیکي جرمونو مخنیوی وشي، او عام خلک له دې ډول پېښو خوندي پاتې شي.

پروان امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې د غلا شویو یا ورک شویو وسایلو د رامنځته کېدو پر مهال، سمدستي له پولیسو سره اړیکه ونیسي، ترڅو د قضیو پر وخت رسیدګي وشي.