slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د الجزیرې د راپور له مخې، پرون (جمعه، د غبرګولي ۳۰مه) په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۸۲ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

له دې ډلې په مرکزي او سویلي غزه کې د مرستو په موخه پر راټولو شویو فلسطینیانو هم برید شوی، چې لږ تر لږه ۳۴ کسان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

صهیونیستي یرغلګرو پرله‌پسې پر قحطۍ ځپلو فلسطینیانو، چې د مرستو د وېش مرکزونو ته راټولېږي، بریدونه کړي او د مې پر ۲۷مه د غزې د بشري بنسټ (جي اچ اف) له جوړېدو راهیسې یې سلګونه کسان شهیدان او زرګونه نور ټپیان کړي دي.

ملګرو ملتونو د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې پر بشري بنسټ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا اداره د مرستو په خوندي رسولو کې پاتې راغلې ده. بشري بنسټونو بیا خبرداری ورکړی، چې د غزې اوسېدونکي له سخت بشري ناورین او جدي لوږې سره مخ دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز ویلي، چې د مرستو اخیستلو په هڅه کې تر دې مهاله ۴۰۹ فلسطینیان شهیدان او ۳ زره او ۲۰۳ نور ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې یونیسف خبرداری ورکړی، چې غزه تړانګه د اوبو د سیسټم ویجاړېدو له امله له قصدي وچکالۍ سره مخ ده.

د یونیسف ویاند جیمز ایلډر پرون جمعه ویلي: “د غزې ماشومان به له تندې مړه شي.” نوموړي زیاته کړې: “د څښاک اوبو د تولید یوازې ۴۰ سلنه تاسیسات فعال دي.”