د خوست مرکزي دارالايتام نېږدې ۷۰۰ يتيمو ماشومانو ته يې لومړني سهولتونه برابر کړي.
د خوست مرکزي دارالایتام مسؤلين وايي، چې په ذکر شوي دارالايتام کې يې نېږدې ۷۰۰ یتيمو ماشومانو ته لومړني سهولتونه برابر او په خبره يې هڅه کوي، چې د یتيمو ماشومانو ټولې ستونزو ته د حل ځواب ووايي.
په دغه دارالایتام کې هغه ماشومان زدهکړې کوي، چې د سر سیوري يې تېرې شل کلنې جګړې اخیستي. په دوی کې داسې ماشومان هم شته چې قرباني شوي والدين يې نه دي ليدلي.
اوه کلن روح الله چې د صبريو اوسيدونکی دی وايي، خپل پلار يې نه دی ليدلی او ارمان يې هم دا دی، چې د نورو ماشومانو په څېر د پلار له مينې برخمن وای.
په دغه دارالایتام کې نېږدې ۷۰۰ يتیمو ماشومانو ته د ژوند تېرولو اسانتياوې برابرشوي. د ذکر شوي دارالایتام مسؤلين زیاتوي، چې يتيمو ماشومانو ته يې د ديني زدهکړو تر څنګ د عصري زده کړو زمينه هم برابره کړې.
يتيم ماشومان وايي، چې په دارالايتام کې ورته ټولې اسانتیاوې برابر شوې دي او د دوی پالنه ډېره سمه کيږي. د یادولو ده چې دلته په دې دارالایتام کې مېشتو ماشومانو ته د صحت او ورزش برخو کې هم اسانتیاوې برابرې شوې دي.
تېرې څو لسیزې جګړې چې افغانستان يې ډګر ګرزيدلی و، د لکونه خلکو څخه د ژوند اخیستو تر څنګ يې عام افغانان معلول او ګڼ شمېر ماشومان يې بې سرپرسته کړه.