خوست کې ۱۹ کلنه مرګونې دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د علیشېرو ولسوالۍ د نهمې امنیتي حوزې منسوبینو د سیمې د قومي مشرانو په مرسته، د قدمو په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۹ کلنه مرګونې دښمني په دوستۍ بدله کړه.
یاده دښمني چې د باډک او شفیعالدین د کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، د دواړو لورو دوه کسان یې قرباني کړي وو.
د نهمې امنیتي حوزې امر حافظ نجیب خان دواړو کورنیو ته د سولې د پرېکړې مبارکي ورکړه او دا یې د سیمې لپاره یو ستر بشردوستانه ګام وباله. همدارنګه د امنیه قوماندانۍ دیني مبلغ مولوي محمد یاسین خاکسار د روان امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او موجود امنیت یې د مجاهدینو د قربانیو نتیجه وبلله.
په غونډه کې د خوست د قبایلو چارو رئیس مولوي محمدولي صدیقي له دیني عالمانو، امامانو او قومي مشرانو وغوښتل چې د خپلو ویناوو او کړنو له لارې د خلکو تر منځ د تربګنیو د له منځه وړلو هڅې وکړي.
ښکېلو کورنیو د سولې پرېکړه ومنله او د امنیتي ځواکونو د نه ستړې کېدونکو هڅو مننه یې وکړه.