slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ د نشه‌يي موادو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په مهترلام ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې څلور تنه د نشه‌يي موادو د پېر پلور او قاچاق په تور نیولي دي.

د نیول شوو کسانو څخه ۳۶ ګرامه شیشه (ایس)، ۸ ګرامه چرس او یو ګرام زیکپ نشه‌يي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضايي ارګانونو لاس ته وسپارل شي.

د لغمان امنیتي ځواکونه وايي چې د دې ډول کسانو نیول کېدل به د نشه‌يي موادو د خپرېدو د مخنیوي ترڅنګ د سیمې پر امنیت مثبت اغېز وکړي ، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه به د پولیسو له لومړیتوبونو څخه وي او هېچا ته به د قانون څخه د سرغړونې اجازه ورنکړل شي.