slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل–جلال‌اباد پر لویه لار د کاکڅ په سیمه کې یو فولډر موټر د ډېر چټکوالي له امله د سړک د منځ جدول سره لګېدلی دی. پېښه کې یو تن ژوند بایللی او درې نور ټپیان دي.

د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز وایي چې ټپیان په وخت د سیمې اړوند روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او  روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.


د لغمان امنیه قوماندانۍ د موټر چلوونکو څخه جدي غوښتنه کوي چې د ترافیکي اصولو او سرعت محدودیتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د ورته ناوړه پېښو مخنیوی وشي.