slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د وزلوبې په یادېدلو سره د اسونو ځغستا، د مړه خوسي کشول، په دوړو او نارو کې د نندارچیانو شور او ځوږ یاد ته را ځي. د وزلوبې یا بزکشۍ موسم په ځینې ولایتونو کې په ژمي کې پیلېږي او نورو کې بیا په پسرلي کې. له منځنۍ اسیا نه د اسونو د نویو نسلونو په راوړلو د افغانستان په شمال کې یې اوس بازار تود شوی. اولیا اطرافي تخار ولایت ته په خپل سفر کې د وزلوبې له یوه ځوان لوبغاړي ذبیح الله سره خبرې کړې چې دا لوبه ورته په نیکانه (میراث) پاتې ده. ښايي له تاسو سره پوښتنه دا وي چې د وزلوبې لپاره اس کله غوره کېږي، ذبیح الله په ځواب کې وايي، د وزلوبې لوبغاړي داسې اس رانیسي چې عمر یې له پنځو کلونو پورته نه وي: "بیا یې روزي، بیا ورباندې سپرېږي او له تګ سره یې اشنا کوي". د اس بیه او لګښت ذبیح الله وايي، وزلوبه په نیکانه(میراث) ور پاتې ده. د نوموړي په خبره، کله چې دا اس شپږ کلن یا اوه کلن شي وزلوبې ته یې بیايي: "ځغاسته ور زدکوي او ورورو یې له وزلوبې سره بلدوي". د ځینې خلکو لپاره اس لرل ښه شوق دی، خو دا شوق پالل هم لوړ لګښت غواړي. ذبیح الله وايي، هغوی چې د وزلوبې لپاره اس ساتي، باید ساتونکی ورته ولري: "د خوړو لګښت کال کې یواځې درې نیم سوه منه وربشې کېږي، ځینې نور خوراکونه هم لري". د وزلوبې لپاره اس تر نورو په تن غوره وي، ځکه یې بیه هم له پنځو زرو ډالرو نیولې تر لس شل او ان پنځوس زرو ډالرو پورې ده. ذبیح الله وايي، له پلار نیکه ورته لوبه په نیکانه (میراث) پاتې ده. نوموړی چې خپله سپرکار دی، د ښه اس ځانګړنې داسې را پېژني: د ښه اس ځانګړنې ر ښه اس نرۍ او جګې پښې لري ملا یې نازکه وي سر یې کلک وي خوله یې لویه وي ورمېږ یې اوږد وي د اسیا او نړۍ په کچه ښه اسونه وزلوبه تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دود ده. ښايي همدا وجه وي چې ذبیح الله وايي، د افغانستان تخار، کندوز او مزار کې ښه اسونه شته. خو د نوموړي په خبره، د اسیا په کچه ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان کې ښه اسونه شته. د قرغزیستان اسونه نړۍ کې ښه نوم لري، هوښیار دي په اندام برابر او چابک دي.