مالیې وزارت؛ له روسیې سره به د ګډو اقتصادي همکاریو په موخه یوه هراړخیزه طرحه جوړه کړو.
د مالیې وزارت د خبر له مخې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډو اقتصادي همکاریو له پاره د معقولي طرحي پر جوړولو خبري شوې دي
خبر دی چې په مالیې وزارت کې د افغانستان او فدراتیفي روسیې ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له پاره د یوې معقولي طرحي د جوړولو په موخه تخنیکي- بین الوزارتي غونډه شوې.
د مالیې وزارت د همغږۍ، څارني او راپور ورکولو لوی ریاست په مشرۍ او د وزارتونو او سکټوري ادارو د استازو په ګډون، د افغانستان او فدراتیفي روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د یو شمېر نورو مهمو اقتصادي مسايلو په تړاو خبري او سلا مشورې شوې دي.
د ناستي په پای کي ګډه پرېکړه شوې؛ څو له روسیې سره د دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو د بېلابېلو اړخونو او تګلارو د رابرسېره کولو په موخه معقوله او هر اړخیزه طرحه رامنځته شي.