د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت: په ټول هیواد کې ۳۳۰ شخړې حل شوي دي
د کابل ښار او ولسوالیو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یووالي او همغږۍ غونډه ترسره شوه. په نوموړي غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسؤلینو و ویلې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د ولسونو ۳۳۰ لویې او وړې شخړې حل شوي دي. دغه غونډه چې د پنجشنبي په ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت وزیر الحاج ملانورالله نوري، دولتي مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمان، ځوانانو، او د رسنیو استازو پکې ګډون کړی و. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر الحاج ملانورالله نوري و ویل: دا زموږ عقیده ده چې د الله تعالی(ج) له نصرت وروسته، د دغو ولسونو حمایت و چې د دې نظام تر شاه ودرېدل او اسلامي حکومت قائم شو. نوري زیاته کړه، چې دا د اسلامي امارت پالیسي ده چې له ګاونډیانو سره نېکي اړیکې ولري او د اسلام په چوکاټ کې له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل وکړو. نوموړي د بېلګې په ډول د پاکستان هیواد څخه راتلونکو مهاجرینو یادونه وکړه، چې اسلامي امارت مسؤلینو لخوا ورته ښه خدمات وړاندې شول او د ټولو هیوادوالو خدمت یې خپله هیله وبلله. نوموړي د ولسونو له یووالي قدردانی وکړ او ځان یې مسؤل نه، بلکې د هیواد یو خادم یاد کړ. په نوموړي غونډه کې دقومي مشرانو، علماوو او ځوانانو په استازولۍ څو تنو خبرې وکړې د تېرو حکومتونو د فساد، نا امنۍ او په ټولو برخو کې د چور – چپاول یادونه وکړه او همدارنګه په افغانستان کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې یې د یادولو وړ وبللې. دوی په هیواد کې سرتاسري امنیت، خپلواکي، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او د بیارغونې چټکې چارې بې سارې وبللې او د حکومت د ټولو اداراتو کارونه یې وستایلی. قومي مشرانو د اسلامي امارت چارواکو څخه، ځوانانو ته د کاري فرصتونو ایجاد، په تکنالوژي او نورو برخو کې د کارونو د زیاتوالي او پانګونې غوښتنه وکړه. په پای کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ اعلان کړ