د دایکندي مرکز کې یو پمپ سټېشن د مقرراتو له سرغړونې له امله وتړل شو.
د دایکنډي ولایت په مرکز کې یو پمپ سټېشن د نفت او ګاز د مدیریت له خوا د اړوندو اصولو او مقرراتو د نقض له امله وتړل شو. د یاد پمپ سټېشن مسؤل، سره له دې چې څو ځل ورته د امارتي نفت او ګاز شرکت دایکنډي مدیر، محترم احساني له لوري سپارښتنه شوې وه چې د بیلر له لارې د تېلو چکاني خرڅلاو ودروي، خو نوموړي توصیو ته پاملرنه نه ده کړې.
د ادارې د کړنلارې له مخې، د پمپ سټېشنونو دننه د چکاني تېلو پلور نه یوازې قانوني سرغړونه بلل کېږي، بلکې د اورلګېدنې د جدي خطر له امله هم خطرناک ګڼل کېږي. له همدې کبله، د نفت او ګاز د مدیریت کارکوونکو اړ شول چې یاد پمپ سټېشن وتړي.
مسؤلینو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېڅ پمپ سټېشن ته اجازه نه ورکول کېږي څو غیرقانوني کاروبار وکړي، دوی وايي؛ هر ډول سرغړونه به د قانوني څارنې لاندې وي.