slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

کندز کې د واخان جام کرکټ سیالۍ چې له تېرو لسو ورځو راهیسې روانې وې، نن د دوشنبې په ورځ د یوې غوره پایلوبې په ترسره کولو سره په بشپړ امن، ډاډ او نظم سره پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې د کندز د کرکټ مینه‌والو ته یې د ورزشي خوږو شېبو فرصت برابر کړ.

سیالۍ د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال، الحاج مولوي محمد رحیم ذوالفقار په شتون کې ترسره شوې، چې د امنیت ټینګښت یې د شاهراه کنډک، استخباراتو ریاست او نورو اړوندو ارګانونو په ګډه او منظمه هڅه برابره کړې وه. د امنیتي تدابیرو له امله سیالۍ په یوه خوندي او ارامه فضا کې روانې وې، چې د لوبغاړو او مینه‌والو دواړو لپاره یو ښه تجربه وه.

د لوبغالي څنډو ته راټول شوو کندزیانو د کرکټ لوبې په خوښۍ سره ننداره وکړه او د لوبغاړو په هڅو خوشحاله شول. همدارنګه، د امنیه قوماندانۍ مرستیال الحاج مولوي محمد رحیم ذوالفقار د لوبغالي له ځایه پر دوامداره نظارت سربېره، د امنیت په اړه اړینې لارښوونې هم وکړې، ترڅو سیالۍ په نظم او ډاډ سره پر مخ ولاړې شي.

د پایلوبې د ترسره کېدو وروسته، د کندز د کرکټ ادارې له خوا د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال ته د ښې همکارۍ او د امنیت ټینګښت په موخه ستاینلیک ورکړل شو. دغه ستاینلیک د امنیتي ځواکونو د نه ستړې کېدونکو هڅو په نښه کولو او ستاینې لپاره و.

دغه ډول ورزشي سیالۍ نه یوازې د ځوانانو وړتیاوې ښيي، بلکې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د ځوانانو د ورزشي او فرهنګي فعالیتونو د پرمختګ ښه نمونه هم ده. دا پروګرامونه په کندز کې د سولې، ثبات او ټولنیزې همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري.