نېږدې ۳۰ تنه روږدي د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته ورپېژندل شوي
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت وياند وايي؛ددې معينيت پوليسو له خوا د هېواد په پنځو ولایتونو بلخ، لغمان،کاپيسا، فراه او پروان کې ۲۹ تنه روږدي، چې له ډلې څخه يې ۲۰ تنه په بلخ، ۲ تنه په لغمان، ۱ تن په کاپیسا، ۲ تنه په فراه او ۳ تنه نور بيا په پروان کې راټول او د درملنې په موخه په یادو ولایتونو کې روغتيايي کمپونو ته ور پیژندل شوي دي.