د برتانیې او کاناډا دولتونو فلسطین د خپلواک دولت په توګه ومانه.
برتانیې او کاناډا داسې مهال د فلسطین دولت په رسمیت ومانه چې د غزې په خونړۍ جګړه کې هره ورځ لسګونه انسانان وژل کېږي.
د بریتانیې لومړي وزیر کیر سټارمر وویل چې دغه پرېکړه د سولې بهیر د بیا ژوندي کولو او د دوهدولتي حل د ملاتړ په موخه شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې لندن غواړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له ناستې مخکې یو عملي ګام واخلي څو د فلسطینیانو او اسراییلیانو ترمنځ دایمي سولې ته زمینه برابره شي.
ورته مهال د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني هم اعلان وکړ چې هېواد یې له فلسطین سره د رسمي دولت په توګه اړیکې ټینګوي. هغه وویل، د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندل دجنګي ډلو ملاتړ نه دی، بلکې د هغو خلکو ملاتړ دی چې د ګډ ژوند او سولې غوښتونکي دي.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر دغه پرېکړه د «عدالت پر لور مهم ګام» بللی او له نورو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې ورته اقدام وکړي.