لغمان کې د لسګونه ميليونو افغانيو په ارزښت د شاتو مچیو د ښې روزنې ترڅنګ د بیرې ځنګل هم کرل کیږي
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازي د ياد ولايت د کرنې ریاست د مسؤلانو له قوله ويلي؛ چې ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کرنیز پراختیایي پروګرام په لګښت، د UNDP موسسې لخوا د کرنې ریاست په هڅو د ۹۵ میلیونه ۲ لکه ۸۰ زره افغانیو په ارزښت په ۳۰ هکتاره ځمکه کې د بیرې او عنابو ځنګل کرل کیږي، چې د سیمې د ښکلا ترڅنګ به د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید ته ښه زمینه برابره کړي.
ښاغلی نيازی وايي یاد ځنګه کې به ۵۰ زره ونې کینول شي چې هم مهاله ورسره سلګونو ځوانانو ته د کار زمينې برابرول ترڅنګ به ځمکې د سیلابونو له خطر څخه وژغورل شي او په راتلوونکي کې به په دې ولايت کې د بیرو تولید هم زیات شې.