د جوزجان د جهادي آثارو موزیم رسماً پرانیستل شو
د جوزجان په مرکز کې د جهادي آثارو موزیم د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. دغه موزیم څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبري له خوا منظور شوی و.
د پرانیستې مراسمو کې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق د موزیم جوړېدل د تاریخي ارزښتونو د ساتنې لپاره مهم اقدام وباله او زیاته یې کړه چې په دې ډول به راتلونکي نسلونه د افغانستان د جهاد او مبارزې تاریخ له نږدې وپېژني.
مراسمو کې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم وویل، په موزیم کې هغه اثار خوندي شوي چې د مجاهدینو له خوا د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د دین او خپلواکۍ د دفاع پر مهال کارول شوي دي.
د مسؤلینو په وینا، په دې موزیم کې د وسلو بېلابېل ډولونه، چاودېدونکي توکي، ماینونه، موټرسایکلونه او نور نظامي او جهادي وسایل ځای پر ځای شوي، څو د مجاهدینو د مبارزې او قربانیو یو ژوندی انځور وړاندې کړي.
په پای کې والي د موزیم بېلابېلې برخې وکتلې او له اړوندو مسؤلینو یې وغوښتل چې د دغه تاریخي میراث په ساتنه او خوندي کولو کې جدي پاملرنه وکړي.