ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو پر دوام ټينګار کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمداسحاق ډار سره په ټيلېفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ثبات او خبرو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې، عراقچي ویلي چې تهران د سیمې د اغېزناکو هېوادونو په همکارۍ د دواړو ګاونډیو ترمنځ د شخړو حل او د تاوتریخوالي کمېدو ملاتړ کوي او د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د پاکستان له خوا د وروستیو پوځي بریدونو او د افغانستان ځوابي حملو وروسته، د دوحې او ستانبول په منځګړیتوب څو پړاوه خبرې وشوې، خو وروستۍ خبرې په ترکیه کې بېپایلې پای ته رسېدلې دي.
د سرچینو په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییز امنیت او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او دواړو خواوو د مشورو او تماسونو د دوام پرېکړه کړې ده.


