ډانلډ ټرمپ په غزه کې له روانې خونړۍ جګړې ستړی شوی
اکسیوس ویب سایټ د سپینې ماڼۍ چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د غزې روانې جګړې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستړی کړی او د فلسطیني ماشومانو ځوروونکو انځورونو خفه کړی دی.
اکسیوس ویلي، ولسمشر ټرمپ له خپلو همکارانو غوښتي، نتنیاهو ته ووایي چې دی غواړی دا مسئله نوره پای ته ورسوي.
یاد ویب سایټ په خپل خبر کې د اسرائیلي چارواکو له قوله هم ویلي، چې ټرمپ باید د غزې د جګړې پای او بندیانو خوشي کولو لپاره په دواړو لوریو فشارونه زیات کړي.
بلخوا الجزیرې ټلوېزیون بیا د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت له قوله ویلي، چې اسرائیل غزه کې په ښکاره جنګي جرمونو کې ښکېل دي.
ها خوا د اسرائیلو د مخالف ډيموکراټ ګونډ مشر یایرن ګولان هم ویلي، اسرائیلي پوځیان د غزې ماشومان د شوق په توګه وژني.