slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په تړاو یې د یاد ولایت محتسبین وایي، یاد کوډګر چې غیر شرعي کړنې یې تر سره کولې د محتسبینو له لوري نیول شوی او پر خپلو ناوړه کړنو له اعتراف وروسته د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی ده.
بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له شرکي عقایدو پاکه او د ټولنیز فساد مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله سلګونه کوډګر نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.