د کشفي عملیاتو پایله؛ د غزني امنیتي ځواکونه د پټو وسلو یوه زېرمه وموندله.
غزني ولایت کې د آببند ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو شمېر نظامي توکي د یو کس له نیول کېدو وروسته ترلاسه کړي دي. د غزني امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې دا توکي د آببند ولسوالۍ د ترهګرۍ ضد آمریت د ځواکونو لهخوا د سرفراز قلعه کلي کې د یو کشفي راپور پر بنسټ ترلاسه شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي، له یاد کس څخه چې د تېرې ادارې پخوانی کارکوونکی و، لاندې توکي ضبط شوي دي:
یو کلاشنکوف، اوه د کلاشنکوف شاژورونه، ۷۰۰ مرمۍ، پنځه لاسي بمونه، درې د کرمولی شاژورونه، څلور مخابرې له انتنونو سره، د پیګا یو ګونداغ، یوه چانټه او یو شمېر نور نظامي وسایل.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه توکي د قرباغ ولسوالۍ د ګاومیشک کلي په یوه کور کې پټ شوي وو، چې د کشفي راپور په رڼا کې لومړی کشف او وروسته ترلاسه شول.
امنیتي چارواکي وايي دا لومړی ځل نه دی چې د وسلو د ناقانونه ساتلو پېښې کشف کېږي؛ له دې وړاندې هم ورته توکي د امنیتي ځواکونو لهخوا راټول شوي او د خلکو څخه د غیرقانوني وسلو د ساتلو مخه نیول شوې ده.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، ترلاسه شوي نظامي توکي به د دایاک آمریت لهخوا د بیتالمال وسله تون ته وسپارل شي.


