فطرت؛ د ختیځ زلزلې د تلفاتو په اړه کره شمېرې لا نه دي تثبیت شوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د افغانستان ختیځو ولایتونو وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو لامل شوې، خو د مرګژوبلې په اړه خپرې شوې زیاتې شمېرې له حقیقت سره اړخ نه لګوي.
فطرت د پنجشنبې په ورځ د ټولنیزې شبکې "اېکس" له لارې څرګنده کړه چې د ژغورنې ډلې لا هم د ویجاړ شویو کورونو له لاندې د مړو جسدونه باسي او د قربانیانو شمېر د همدې بهیر په دوام کې لوړېږي. د هغه په وینا، تر دې دمه کره شمېرې نه دي تثبیت شوې او یوازې له بشپړ ډاډ وروسته به له خلکو سره شریکې شي.
د اسلامي امارت دغه ویاند ټینګار وکړ چې یو شمېر غیرمسوول اشخاص په ټولنیزو شبکو کې د تلفاتو غیرواقعي او مبالغهآمیزې شمېرې خپروي چې خلکو ته ګډوډي رسوي.
نوموړي مخکې اعلان کړی و چې په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۴۵۷ کسان مړه، ۳۳۹۴ ټپیان او له شپږ نیم زرو زیات کورونه نړېدلي دي. خو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه وېډیو دغه ارقام څو برابره لوړ ښيي.
یاده زلزله د دوشنبې په شپه د ريښتر په کچه شپږ درجې ثبت شوې وه چې تر ټولو سخت زیان یې کونړ ته اړولی، خو په ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشېر کې هم مالي او ځاني تلفات رامنځته شوي دي.