slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د حج مناسکو تر بشپړېدو وروسته، نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي ۲۱مه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ رسما پیل شوه.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د افغان حاجیانو لومړنی الوتنه د سعودي عربستان د جدې له نړیوال هوایي ډګر څخه د کابل پر لور ترسره شوه.

دغه پرواز د هغو زرګونو افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو پیل ګڼل کېږي، چې سږ کال د حج فریضې د ادا کولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري سعودي عربستان ته استول شوي وو.

د یاد وزات په وینا، چې افغان حاجیان له مکې مکرمې څخه د طواف الوداع تر ادا کولو وروسته جدې ته انتقالېږي او له هغه ځایه د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له لارې، د یو ترتیب شوي پلان له مخې په منظم ډول هېواد ته راستانه کېږي