په ټرانسپورټي وسایطو کې د GPS نصبولو په اړه د د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او شپږو شرکتونو ترمنځ هوکړه لاسلیک شو.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له شپږو شرکتونو سره د یوې نوې هوکړې لاسلیک اعلان کړی، چې له مخې به یې د مسافرو وړونکو او باروړونکو وسایطو کې د GPS دستګاوو د نصب بهیر پيلېږي.
د وزارت په وینا، تړون شوې شرکتونه به په ټول هېواد کې د ټرانسپورټي وسایطو د GPS تجهیز او اړوندې اسانتیاوې برابرولو مسؤلیت ولري.
یاد وزارت باور لري چې دغه ګام به د ټرانسپورټي وسایطو د څار، مدیریت او معیاري کولو په برخه کې مهم او اغېزمن بدلونونه رامنځته کړي.


