slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان کرکټ بورډ د روان کال په اکټوبر میاشت کې د درېیو نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي.
سرچینې باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي چې دغه سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام ومومي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دغه لوبلړۍ به د کټوبر میاشتې په دویمه نېټه پیل شي.
د دغې لوبلړۍ دویمه لوبه به د یادې میاشتې په درېیمه او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه به د همدې میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د شل اوریزو نړیوالو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې ابوظبي ته سفر وکړي او د دغه ښار په زاید کرکټ لوبغالي کې به د اکټوبر میاشتې په اتمه نېټه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي.
د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دوه نورې لوبې به د یادې میاشتې په ۱۱مه او ۱۴مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې دواړه لوبډلې د روان کال اسیا جام سیالیو کې هم ګډون لري چې د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې به هم د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.