slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د ښاري نظم او د عامه امنیت د ټینګښت په هدف د تور ښیښو پر ضد خپل کمپاین ته دوام ورکړی دی. په تازه اقداماتو کې د جلال‌آباد ښار په دوهمه او څلورمه امنیتي حوزه کې د ۳۰ وسایطو تورې ښیښې لرې او چلوونکو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

دغه کمپاین د امنیه قوماندانۍ د ډایاګ آمریت له لوري پرمخ وړل کېږي، چې موخه یې د قانون حاکمیت، د احتمالي جرمونو مخنیوی او د ښاري فضا خوندیتوب دی. د عملیاتو پر مهال هغو موټرو ته ځانګړې پاملرنه وشوه چې په غیرقانوني ډول یې ښیښې تورې کړې وې او د امنیتي پېښو د پټ ساتلو لامل کېدای شوې.

امنیتی ځواکونه ټولو موټرچلوونکو ته خبرداری ورکوي چې له تور ښیښو او ورته ناقانونه کړنو ډډه وکړي، خپل وسایط د قانون له مخې معیاري او ثبت کړي، او د ښار د امن او نظم په ټینګښت کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ټینګار کوي چې د خلکو د هوساینې او د شکمنو فعالیتونو د مخنیوي په خاطر دغه کمپاینونه به لا هم پراخ او پیاوړي شي.