د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د دې وزارت اړونده مسولینو په لوګر کې د عامه اړتیاوو پر بنسټ پرمختیايي پروژو لپاره سروې کړې.
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د ازرې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د څو مهمو پرمختیايي پروژو لپاره سروې ترسره کړه، چې موخه یې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول او د ژوند کیفیت ښه کول دي.
د یاد تخنیکي ټيم له لوري دا سروې د چُترې په سیمه کې د یوې دیني مدرسې د ودانۍ، د وچې الکډۍ په سیمه کې د یو باب جومات، د منګلو په سیمه کې د یو ښوونځي، او د سپندو کڅ په سیمه کې د ښځینه ناروغانو لپاره د یو روغتیايي مرکز د جوړېدو په موخه ترسره شوې ده.
د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤولین وایي، دا سروې د سیمې د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو پر بنسټ ترسره شوې، او هیله ده چې د پروژو د عملي کار له پیل سره به د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د تعلیم، دین، روغتیا او ټولنیزو خدماتو په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د سیمې اوسېدونکي د دې پرمختیايي ګامونو هرکلی کوي او له اړوندو ادارو څخه غواړي چې پروژې ژر تر ژره عملي شي.