د هند دفاع وزارت وايي په پاکستان کې د دوی د بریدونو موخې د ( ترهګرو) ډلو نهه پټنځایونه او کمپونه وو.
د هند ملي دفاع وزارت تازه په یوه بیان کې په پاکستان کې د سیندور په نامه دعملیاتو جزیات ورکړل. یاد وزارت وايي؛ د دوی د عملیاتو موخه په پاکستاني کشمیر کې فقط هغه مرکزونه وو ، چې ترورېستي فعالیتونه پکې ترسره کېدل.
د هند د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې د ترهګرو ډلو اړوند ۹ مرکزونه په نښه شوي دي. د دې هېواد دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دا عملیات کره محاسبه شوي او پکې د پاکستان پوځي تاسیساتو ته زیان نه دی اوښتی. په بیان کې راغلي، چې هند د اهدافو په ټاکلو او د عملیاتو په ترسره کولو کې د پام زغم ښودلی دی.
ټاکل شوې ده، چې د سندور عملیاتو په اړه نور جزئیات نن د یوې رسمي مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وړاندې شي.
د هند د برید په تړاو بیا پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي ، چې د هند پينځه جنګي الوتکې یې نسکورې کړې دي. خو هندي رسنیو د خپلو دوو الوتکو د نسکورېدو خبره تایید کړې.
بلې خوا ته د جیونیوز په حواله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي؛ د هند برید ته به د دوی له برید کلک ځواب ووایو.