د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت؛ پنځو ولایتونو کې د نشه يي توکو ۱۳ قاچاقبران نیول شوي او ۳۵ روږدي د درملنې لپاره لېږدول شوي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې د خوست، پروان، کاپیسا، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې ۱۳ کسان د نشه يي توکو د کارولو، لېږد او خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي. له نیول شویو کسانو څخه ۱۱۷ ګرامه چرس، ۱۱۵ ګرامه شیشه او ۵۲۰ د نشې ګولۍ ترلاسه شوې دي. چارواکي وایي، دوسیې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
همداراز، په پنځو نورو ولایتونو بلخ، زابل، بامیان، فراه او غزني کې ۳۵ تنه روږدي راټول شوي دي. یاد کسان د درملنې لپاره د غوښتنې د کموالي ریاست اړوندو روغتیایي کمپونو ته لېږدول شوي دي.