د اسټرالیا چارواکي وايي د ایران سفیر د اېستلو پرېکړه د امنیتي ارزونو پر بنسټ شوې.
د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر ټوني برک څرګنده کړې، چې د ایران د سفیر د اېستلو پرېکړه د دغه هېواد د امنیتي او استخباراتي ارزونو پر بنسټ شوې او په دې تړاو د اسراییل د لاسوهنې خبرې بېاساسه دي.
نوموړي په یوه اعلامیه کې د اسراییل د حکومت هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د ایران د سفیر په اېستلو کې یې رول درلود. ټوني برک ټینګار کړی، چې دا پرېکړه د اسټرالیا د ملي ګټو او امنیتي اړتیاوو له مخې شوې ده.
تر دې وړاندې د اسراییل د حکومت یوه ویاند په دې تړاو څرګندونې کړې وې، چې اوس د اسټرالیا حکومت یې بېبنسټه بللې دي.