په پنځو ولایتونو کې ۳۱ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو لخوا په پنځو ولایتونو فاریاب، کنړ، لغمان، پروان او میدان وردګو کې ۳۱ تنه روږدي، چې له ډلې يې ۹ تنه فاریاب، ۹ تنه کنړ، ۵ تنه لغمان، ۴ تنه پروان او ۴ تنه میدان وردګو کې راټول او د درملنې په موخه په یادو ولایتونو کې روغتیایي کمپونو ته ور پیژندل شوي دي.