slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وايي، چې د ټیټ کیفیت او جعلي ټلیفونونو د واردولو او له غلا څخه د مخنیوي په موخه یې نوی سیستم جوړ کړی دی.

د دې وزارت ویاند وايي، چې دا سیستم (IMEI) نومېږي او مخکې تر دې چې بازار ته وړاندي شي په ځیرک ګرځنده مبایلونو کې لګول کیږي.

د ګرځنده مبایل یو شمیر پلورونکي د دې سیسټم کارول یو ارزښتناک ګام بولي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي هم په ګرځنده مبایلونو کې د یاد سيسټم کارول د غلا په مخنيوي او امنيت کې اغېزمن ګڼي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هغو شرکتونو، چې ګرځنده مبایلونه واردوي، غوښتنه کړې تر څو د قانوني فعالیت لپاره د مخابراتي خدماتو تنظیم ادارې (اترا) څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي.